د لوګر امنیه قومانداني وايي، پرون مازدیګر د محمد اغې ولسوالۍ په تنګي واغجان سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان ټپيان شوي دي.
د سالنګ لویې لارې د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، پر دغې لارې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
د سرپل امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي دي.
د لوګر په مرکز پل علم کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپيان شوي، دغه راز په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله بیا پنځه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دولس نور ټپيان شوي دي.
د هرات امنیې قومانداني وايي، د یوه موټر چپه کېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي چې د میمنې – المار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اړونده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
کندهار (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): د کندهار مسوولین وايي، د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ ترمنځ لاره کې د دوو موټرو د ټکر له