Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان د ترافیکو مدیریت وایي، پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د لغمان ځايي مسوولین وايي، د کابل – جلالاباد پر لویه لار د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند خېروخېلو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د پاکستان پنجاب صوبه کې د ترافیکي پېښې له امله د نهو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۴ غړي مړه شوي دي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله درې ځوانان مړه شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د غزني په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه واده د ګډونوالو موټر چپه شوی چې له امله یې لس ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف او حیرتان بندري ښارګوټي پر لار د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده.
د لوګر ولایت مربوطاتو کې د کابل – ګردېز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
بدخشان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
میمنه (پژواک، ۱۵ ثور ۱۴۰۳): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار څنډه کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو
سمنګان کې روغتیایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP