Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوه باروړونکو موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
بغلان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د پروان د سیاهګرد ولسوالۍ په چهارده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د فراه د عامې روغتیا ریاست وايي چې سږ کال تر اوسه پورې د دغه ولایت په کچه له ترافیکي پېښو ملکي روغتون ته ۱۳ مړي او څه باندې زر ټپیان ور وړل شوي خو د ترافیکو مدیریت د دغو پېښو لامل د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د سړکونو خرابوالی یادوي.
فراه ولایت کې نن سهار نهه بجې د دغه ولایت شیخ ابوالنصر فراهي بندر ته پر لاره د ترافیکي پیښې له امله ۶ کسان مړه شوي دي.
د غور امنیه قومانداني وايي چې دغه ولایت کې د یوې سراچې چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اشکاشم ولسوالۍ پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.
ځایي مسوولین وايي چې د بدخشان په ارغنجخواه او د ننګرهار په سرهرود ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه او درې امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
د اروزګان ولایت امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP