Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل کې د ترکیې سفارت وايي چې د افغانستان د خلکو لپاره یې د هېواد ۷۲۴ ټنه نوره بشري مرسته هرات ته رسېدلې ده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شيخ مولوي عزیزالرحمن منصور په مشرۍ یو پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.
د ترکیې د ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوویشتمه جوپه چې تر اووه سوه ټنه ډېر خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، افغانستان ته واستول شوه.
په هرات کې د ترکیې د انسجام او همکارۍ دفتر (ټیکا) د هرات حوزوي روغتون له بېړنۍ برخې سره د څو طبي دستګاوو مرسته وکړه.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت مرستیال د وسپنې پټلیو نړۍوالې اتحادیې په ۳۴مه سیمهییزه ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړ.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال په افغانستان کې د ترکیې سفارت له سلاکار سره د نشهیي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې او بزګرانو ته د بدیل کښت پر برابرولو خبرې وکړې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له استانبول ښار څخه ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
هرات کې ځايي سرچینې وايي، د افغانستان پر کاني توکو بار دویم ترانزیټي اورګاډی ترکیې ته روان شوی دی.
افغانستان کې د ترکیې سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ويلي چې ترکي سوداګر د افغانستان د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالي دي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، له وروستیو سېلابځپلو سره د مرستو په دوام د ترکیې یوه بله د خوراکي او غیرخوراکي توکو کڅوړه د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ته راورسېده.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد پرېکړه کړې چې د روان ميلادي کال تر پايه د ترکیې – ایران – ترکمنستان له لارې افغانستان ته خپلې بشري مرستې ولېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د کډوالۍ ادراې له رییس سره په لیدنه کې افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP