Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترکیې او قرغیزستان ولسمشرانو له افغانستانه د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۴): د قرغیزستان ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدو غوښتنه کړې ده او د ترکیې ولسمشر ویلي چې نړۍواله ټولنه باید افغانان د بیارغونې په چارو کې یوازې پرې نه ږدي. اسلامي امارت هم د افغانستان په تړاو د ځینو هېوادونو د دریځونه هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو اتیایمه عمومي غونډه پرون (دوشنبه) د امریکا په نیویارک کې پیل شوې ده.

قرغیزستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر صدیر جپاروف پرون د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپلو خبرو کې د افغانستان د کنګل شوې شتنمۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړې چې نړۍواله انزوا او له افغانستان سره مالي مرستې نه کول د منلو نه دي.

په همدې حال کې، د ترکیې اناتولي خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې غونډه کې له افغانستان د انقر پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې: «تمه لرو د افغانستان اداره د ټولنې په درک کولو عمل وکړي او نړۍواله ټولنه باید افغانان د بیارغونې په هڅو کې یوازې پرې نه‌ږدي. ترکیه به تل له خپلو افغان وروڼو او خویندو ملاتړ کوي.»

بلخوا، د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم په یوه غږیز کلېپ کې د دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.

هغه ویلي: «موږ د هغو هېوادونو د دریځونو ملاتړ کوو چې د افغانستان په اړه مثبتې څرګندونې کړې دي، دا یو رښتینی لیدلوری بولو؛ ځکه هغوی له افغانستان سره د اړیکو لپاره شته امنیت، ثبات او پرمختګ د اهمیت وړ بولي.»

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ د ټولې سیمې په ګټه دی او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پر پیاوتیا باور لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په کابل «د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا له سکټوره ملاتړ» په نوم کنفرانس کې له نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو مالي بنسټونو وغوښتل څو پر افغانستان لګېدلي مالي او بانګې بندیزونه پای ته ورسوي.

د هغه په خبره، دغو بندیزونو په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لړۍ اغېرمنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.