ننګرهار کې چارواکي وايي، په تېرو ۴۲ ورځو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري تورخم کې د څه باندې ۲۴ زره ناروغانو درملنه شوې ده.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د پاکستان له خوا د تورخم دروازه له نیمې ورځې تړل کېدو وروسته د ترانزیټ پر مخ بېرته خلاصه شوه.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، پاکستاني لوري د تورخم دروازه يو ځل بيا د ترانزيټ پر مخ تړلې او دمګړۍ له دواړو خواوو باروړونکي موټر د تګ راتګ اجازه نه لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان مسوولين وايي، د دغه سازمان تر چتر لاندې د کډوالو ادارو په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې له ۱۴۰ زره راستنو شوو کډوالو سره مرستې کړې دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د تورخم دروازه چې د پاکستان له لوري د ټرانزيټ او سوداګرۍ پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه.
په ختيځ زون کې د اترا ادارې مسوولين وايي، تورخم کې یې د پنځو مخابراتي شرکتونو په همکارۍ له پاکستانه راستنو شوو هېوادوالو ته ۴۲ زره او ۴۲۳ سیمکارتونه په وړیا ډول وېشلي دي.
ځایي مسوولین وایي چې په تورخم مېشت غالي کې د راستانه شوو افغانانو ۵۰ ورک شوي ماشومان پیدا او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
ننګرهار ولايت کې مسوولين وایي، د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراجالدين حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري راتګ پروسې د ارزونې په موخه تورخم ښارګوټي ته سفر کړی دی.
تورخم ښارګوټي ته څېرمه د کډوالو په دويم پڼډغالي کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره په پاخه ډول د ۷۰ کورونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي چې له پاکستانه د راستانه شوو کډوالو درملنې لپاره یې تورخم ته د ډاکټرانو ۳۰ کسیز ډله لېږلې ده.
په تورخم کې له پاکستانه راستانه شوي يو شمېر کډوال وايي، تورخم کې دې د دوی د ثبت او ورسره د مرستو لړۍ چټکه شي.
له تورخمه خپلو سیمو ته د کډوالو د لېږد پروسه چټکه شوې، بېوزلې کورنۍ وړیا لېږدول کېږي او په ټیټه کرایه د کډوالو لپاره د کورونو موندلو په اړه هم اړین اقدامات پیل شوي دي.