Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
تېره اونۍ، نړۍوال بانک او اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۱۶ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، ریچارډ بینېټ وویل چې ا.ا دې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي، خو مجاهد وایي، بینېټ دا څرګندونې له افغانانو او اوسني نظام سره د عقدې له مخې کوي.
تېره اونۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي کابل ته راغلي وو، اروپايي ټولنې له راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۱۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او يو شمېر هېوادونو او بنسټونو يو ځل بيا له ا.ا څخه د نجونو زدهکړو د بيا پيل غوښتنه وکړه.
تېره اونۍ، کابل ته د بهرمېشتو افغانانو یو پلاوی راغی، بېلابېلو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده، واشنګتڼ د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ، ا.ا وویل، د ښځو حقونه تامین دي او ایراني چارواکو ټینګار وکړ چې په هېواد کې یې د ا.ا مخالفینو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.
تېره اونۍ ځينو نړۍوالو بنسټونو او جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ، روسیې ويلي، د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د ا.ا پر ایستلو غور کوي او ا.ا وايي، د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کوي.
تېره اونۍ درېیو هېوادونو له افغانستان سره د ۱۸،۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ او پاکستان وویل چې د افغان کډوالو ایستلو دویمه لړۍ پيلوي، خو دغه هوډ د نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه راوپارول.
تېره اونۍ، افغانستان په ځوابي برید کې د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو وویشتل، اذربایجان کابل کې سفارت پرانیست او اروپايي ټولنې له اړو افغانانو سره پنځه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
تېره اونۍ، ځینو سرچینو افغانستان کې پر بشري او امنيتي وضعیت اندېښنې څرګندې کړې، خو ا.ا مغرضانه او له پروپاګنده ډکې وبللې، له افغانستان سره ۱،۱ میلیون ډالره مرسته اعلان شوه، کابل او ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو ګډ سوداګريز ننداتونونه جوړ شول.
تېره اونۍ، ځینو سرچینو افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه، خو ا.ا بېځایه وبللې، لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا وښوده او له افغانستان سره ۲۶،۷ میلیون ډالره مرسته وشوه.
تېره اونۍ، د دوحې ناسته د م.م سرمنشي انتونیو ګوتریش ګټوره، خو ا.ا او روسیې ناکامه وبلله او ګوتریش هیله څرګنده کړه چې ا.ا راتلونکې کې په داسې غونډو کې برخه واخلي.
تېره اونۍ، بشکېک کې د افغانستان په اړه غونډه وشوه، سبا دوحه کې په دې تړاو ناسته کېږي، نړۍوال بانک له افغانستان سره ۳۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه او وایي چې دغه هېواد کې د «کاسا زر» پروژه هم بېرته پیلوي.
افغانستان کې تېره اونۍ، د سیمې د ۱۱ هېوادونو غونډه جوړه شوه، د کړکېچ نړۍواله ډلې وویل چې لوېدیځ هېوادونه باید له افغانستان سره د سیمې هېوادونو د تعامل مخه ونه نیسي، چین د افغان سفیر باورلیک ومانه او امریکا یې په اړه سپیناوی وغوښت، خو چین وویل چې دا یوه عادي ډيپلوماتیکه پروسه ده.
تېره اونۍ جاپان او ډنمارک له افغانستان سره ۳۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه، یواېناېچسيار له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو د نجونو زدهکړو غوښتنه وکړه، ا.ا وايي، د نجونو د زدهکړو مخالف نه دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن