ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو

9 Mar 2024 - 18:01
9 Mar 2024 - 18:01

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): تېره اونۍ، ځینو سرچینو افغانستان کې پر بشري او امنيتي وضعیت اندېښنې څرګندې کړې، خو ا.ا مغرضانه او له پروپاګنده ډکې وبللې، له افغانستان سره ۱،۱ میلیون ډالره مرسته اعلان شوه، کابل او ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو ګډ سوداګريز ننداتونونه جوړ شول.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د قطر او افغانستان چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرېوکړې.
  • یوناما: پر ښځو او نجونو لګول شوي محدویتونه دې نور لرې شي؛ ا.ا: د ښځو شرعي حقوق خوندي دي.
  • افغانستان کې پر بشري وضعیت د بېنټ اندېښنه؛ مجاهد: د ا.ا پر وړاندې د پروپاګند هڅه ده.
  • ا.ا: افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو تکرار، د اسلامي نظام بدنامولو هڅې دي.
  • م.م: په افغانستان کې ناامني ډېره شوې؛ مجاهد: م.م افغانستان کې امنیت پر ناامنۍ تعبیروي، راپور یې مغرضانه دی.
  • ترکمنستان کې د افغانستان د محصولاتو او کابل کې د ايران او افغانستان ګډ نندارتون پرانیستل شو.
  • سعودي عربستان له افغانستان سره د ۱،۱ میلیون امریکایي ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.

ځايي چارواکي وایي، پکتیا کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي، امنيتي ځواکونو کابل ښار کې د یو لړ عملیاتو پر مهال، دوه انسان‌تښتوونکي وژلي او یو ماشوم یې له بنده خوشی کړی دی.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو فاریاب کې د سيمه‌ییزو ځواکونو يو پخوانی قوماندان او يو ۲۶ کلن ځوان وژلي، په همدغه ولايت کې پر قتل یو تورن کس د مقتول د ورثه‌وو له خوا، له محکمې د بېرته راتګ پر مهال وژل شوی او امنيتي ځواکونو بيا هغه کس له ټپي کېدو وروسته نيولی چې غوښتل يې د ياد کس له وژلو وروسته، وتښتي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

قطر ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست سفر

تېره اونۍ، د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد‌یعقوب مجاهد او لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون (دیمدیکس) کې د ګډون په موخه قطر ته تللي وو.

په ياد نندراتون کې د بېلابېلو نړۍوالو شرکتونو له لوري ځمکني، هوایي او بحري نظامي وسايل او وسايط نندارې ته اېښودل شوي وو چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزير تر څنګ، د قطر دفاع وزیر، رییس ارکان او د ګڼو نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم په کې ګډون کړی و.

د راپورونو له مخې، مولوي محمد‌یعقوب مجاهد د قطر له امیر الشیخ تمیم بن حمد آل ثاني او دغه هېواد د دفاع له وزیر دوکتور خالد بن‌محمد العطیه سره په لېدنو کې د دوه اړخیزو اړېکو لا پیاوړتیا په ‌اړه خبرې کړې دي.

سرچينه زياتوي چې د قطر امیر افغانستان یو دوست او ورور هېواد وباله.

د مارچ اتمه او د ښځو حقونه

د مارچ اتمه د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ دا ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو د پیوستون ورځې په توګه نمانځل کېږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) د يادې ورځې په مناسبت د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه دې نور پای ته ورسوي، که نه نو دغه هېواد به د لا زیاتې بې‌وزلۍ او انزوا له خطر سره مخ شي.

د يوناما مشرې روزا اتونبایوا په دې اړه ويلي: «دا بیا زړه بوږنوونکې ده چې موږ یې په افغانستان کې دقیقاً برعکس حالت وینو، یوه قصدي او ناورین زېږوونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او یوازې د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.»

خو د اسلامي امارت مرستیال وياند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پانه د يادې ورځې په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه خبرې بيا خپرې کړې او ليکلي یې دي: «د ښځو حقوق هیڅ يوه نظام نه دي پوره کړي، اوس چې اسلامي نظام راغلی، د ښځو ټول شرعي حقوق خوندي شوي دي.»

دغه راز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په یوه خبري غونډه کې د خپل وروستي راپور په اړه ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعیت خراب دی.

هغه زیاته کړې: «موږ په دې وروستیو کې په عام محضر کې اعدامونه او بدني مجازات مستند کړي. سوله‌ییز مخالفتونه ځپل شوي. د خلکو د کنټرول او په هغوی کې د وېرې خپرولو لپاره له تاوتریخوالي او ګواښه کار اخیستل کېږي، د دغو چارو مسوولین باید ځواب ورکړې ته اړ ایستل شي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بېنټ د خبرو په غبرګون کې ویلي چې د بشري وضعیت په اړه د هغه راپور بیا هم د اسلامي امارت پر وړاندې د پروپاګند کولو هڅه ده.

مجاهد ویلي، د پخوا په نسبت ټول افغانان، ښځې او نارینه په مراتبو فزیکي، مالي او روحي مصئونیت لري، څوک د چا پر حق تجاوز نه شي کولای، هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي.

مجاهد د بېنټ د راپور له وړاندې کولو مخکې پر خپله اېکس‌پاڼه په غزه کې د بشري وضعیت اړوند یوه ویډیو خپره کړې وه او ورسره یې لیکلي وو چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه ګټه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې له بشریت سره دغسې چلند روان دی.

دغه راز، د اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخوند وايي چې نړۍ د فلسطین له مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني، خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام بدنامولو هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام‌اباد کې د ا.ا پخوانی سفیر د «اسلامي نړۍ بې‌وسۍ ته په کتو» د عصري ټکنالوجۍ علم د فرض عین په حالت کې بولي، وایي دا د اسلامي نړۍ د واکمنانو فرض او مسوولیت دی چې د اسلامي واکمنۍ له اراضي د دنیا په اسبابو دفاع وکړي او دا اسباب بې‌علمه نه مهیا کېږي.

مجاهد: ملګري ملتونه په افغانستان کې امنیت پر ناامنۍ تعبیروي، راپور یې مغرضانه دی

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش امنیت شورا ته د افغانستان په تړاو خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړ چې په کې راغلي، افغانستان کې د تېر کال د نومبر له لومړۍ بیا د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمې د امنیتي پېښو په شمېر کې د ۲۰۲۲ ـــ ۲۰۲۳ کلونو د همدې مودې په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

د راپور پر بنسټ، ملګري ملتونو په دې موده کې ۱۵۰۸ پېښې ثبت کړې او وایي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

خو اسلامي امارت وایي د ملګرو ملتونو راپور مغرضانه دی؛ ځکه د تېر کال په پرتله اوس مثبت تغییر راغلی او امنیتي پېښې کمې شوې خو م.م امنیت پر ناامنۍ تعبیروي.

هغه زیاته کړې: «په داسې حال کې چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې هره ورځ د مفسدینو، غلو، اختطافچیانو، قاچاقبرو او ناوړه کسانو پر وړاندې پر اجراأتو او مبارزه بوخت دي او په یادو مواردو کې د تېر کال په پرتله فوق‌العاده مثبت تغییر راغلی او دغه پېښې کمې شوې دي.»

هغه زیاتوي: «له دې څخه معلومولای شو چې د ملګرو ملتونو په نوم سازمان څه ډول زموږ د خلکو د ذهنیت په خرابولو اخته دی او امنیت په ناامنۍ تعبیروي، دغه کړنه د ځينو مشخصو استخباراتي کړیو او شریرو جهتونو – چې په اسلامي امارت د فشارونو واردولو ناکامه هڅې کوي – په غوښتنه ترسره کېږي.»

دا په داسې په حال کې ده چې د اسټرالیا د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ په یوه تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې د ترهګرۍ له امله د رامنځته شوو پېښو کچه په کې تر ټولو ډېره ټيټه شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي وو چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د ترهګریزو فعالیتونو له امله په رامنځته شوو پېښو کې ۸۱ سلنه کموالی راغلی چې دا له ۲۰۱۹ راهیسې لومړی کال دی چې د ترهګرۍ اغېز په کې، دې کچې ته راټيټېږي.

کابل او ترکمنستان کې ګډ نړۍوال نندارتونونه

تېره اونۍ د ترکمنستان پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغان – ترکمن تجارتي تواصل کنفرانس او د افغانستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شو او په کابل کې بيا د ايران او افغانستان ګډ نړۍوال بل نندارتون پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د ترکمنستان پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغان – ترکمن تجارتي تواصل کنفرانس او د افغانستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو سفیرانو له ۳۰۰ ډېرو سوداګرو او د اسلامي امارت اقتصادي پلاوي ګډون کړی و‎.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغان – ترکمن نندارتون د پرانیستې پر مهال ویلي چې افغانستان په یوه صنعتي هېواد د بدلېدو وړتیا لري او کولای شي چې په سیمه کې یو صنعتي مرکز واوسي.

بشري مرستې

تېره اونۍ د سعودي عربستان ملک سلمان بنسټ د افغانستان بشري مرستو له وجهي صندوق سره د ۱،۱ میلیون امریکایي ډالرو مرستې وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال سازمان له افغانستان سره د مرستو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دې چارې په دغه هېواد کې وضعیت نور هم خراب کړی دی.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version