ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان وو

6 Apr 2024 - 16:24
6 Apr 2024 - 16:24

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): تېره اونۍ ځينو نړۍوالو بنسټونو او جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ، روسیې ويلي، د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د ا.ا پر ایستلو غور کوي او ا.ا وايي، د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کوي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • روسیه: د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د ا.ا پر ایستلو غور کوو؛ مجاهد: د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کوو
  • مجاهد: د هېواد حریم ته د بې‌پيلوټه الوتکو راتګ د نړۍوالو قوانینو خلاف دی
  • د امریکا د ملي امنیت چارواکي: دوه امريکايي وګړي له ا.ا سره بندیان دي؛ مجاهد: موږ يې تاييدوو
  • منیژه صدیقي: شکنجه شوې نه یم، د زندان مسوولین راسره ښه چلند کوي
  • ځينو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو له اړو افغانانو سره څه باندې ۲۱ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان وو.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ په بدخشان، هرات، غزني، فراه،، پروان او کندهار ولايتونو کې له پخوا د پاتې ماينونو چادونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د بلخ ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو جوړولو پر مهال چاودنه شوې چې له امله يې د «داعش» ډلې يو کس په کې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې، عزني کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی، اروزګان کې د یوه روغتیايي کلینیک د فعالیت پر سر د تره د زامنو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي دی او هلمند کې د یو شمېر هټۍوالو د ښاروالۍ پر وړاندې اعتراضي لاریون په تاوتریخوالي اوښتی چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، په فراه کې د تراويح لمانځه مهال درې کسان او کندهار کې یو خاوند او مېرمن په ډزو وژل شوي دي.

امنيتي ځواکونه وايي، په تخار کې يو وسله‌وال «غل» له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ترهګرۍ له تور نوملړه د ا.ا د اېستلو هڅې

تېره اونۍ، د روسيې بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د «طالبانو اسلامي تحریک» ایستلو موضوع تر غور لاندې ده، دا موضوع د عدلیې وزارت او نورو تخصصي ادارو له خوا څېړل کېږي، خو په اړه به یې وروستۍ پرېکړه د روسیې لوړپوړي سیاسي مشران کوي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو برخه کې مهم بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسيې د يادې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ په دې اړه طلوع‌نیوز ته ویلي: «دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور زیاتېدو او همدارنګه په اقتصادي او د همکاریو زیاتوالي برخو کې ګټور پرېوځي؛ نورو هېوادونو ته هم یو ښه پیغام لري دا چې دا ډول خنډونه له منځه یوسي. د افغانستان اسلامي امارت د یوه ملت استازیتوب کوي، هغه نهضت او خوځښت دی چې د هېواد د ازادۍ لپاره رامنځته شو.»

دغه راز، روسیې د اسلامي امارت یوه پلاوي ته په کازان فورم کې چې د روان میلادي کال د مې له ۱۴مې تر ۱۹مې ترسره کېږي، د ګډون بلنه ورکړې ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلی چې «کازان» راتلونکې غونډې ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د سوداګرۍ خونې رییس محمدیونس مومند بلل شوي دي.

د افغانستان پر هوايي حريم بې‌پیلوټه الوتکو ګرځېدل

د راپورونو له مخې، وخت ناوخت بې‌پیلوټه الوتکې د پنجشېر، بدخشان، تخار، کندوز، نيمروز او کندهار پر فضا الوتنې کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه طلوع‌نیوز ته ويلي: «موږ دغه عمل تېری او یوه څرګنده سرغړونه ګڼو، دا د نړۍوالو قواعدو او قوانینو پر خلاف دي، همدارنګه پر حریم تېری دی چې باید ودرول شي، موږ دا غندو، وروسته که ‌چېرې نور اقدامات کېږي، بیا هماغه وخت پرېکړه کوو.»

هغه زياته کړې، په ځلونو یې پر دې مسئلې اعتراض کړی، له امریکا یې غوښتي چې دغه مسئله جدي وګڼي او زياتوي: «له شک پرته چې دغه الوتکې په امریکا پورې تړاو لري، د ځينو نږدې هېوادونو له فضا الوتنه کوي او افغانستان ته راځي چې په دې برخه کې باید ټول خپل مسوولیتونه درک کړي او تېری ودروي.»

ا.ا د دوو امریکايي وګړو بندي کولو پخلی کوي

د راپورونو له مخې، د امریکا د ملي امنیت دوو چارواکو اېن‌بي‌سي نیوز رسنۍ ته ویلي چې د دغه هېواد دوه وګړي د افغانستان سرپرست حکومت په بند کې دي. د دغو چارواکو ویلي، رایان کوربېټ او یو تن چې تر اوسه یې مشخصات نه ‌دي څرګند شوي، د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او بندیان دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه طلوع‌نیوز ته ویلي: «په ګومان مې چې د امریکایانو شمېر دوه تنه دی او دا چې د څه لپاره راغلي وو، تر اوسه دقیق معلوم نه دی خو په هره توګه چې راشي، په افغانستان کې مکلف دي چې د افغانستان قوانین رعایت کړي، هر څوک چې د افغانستان ویزه اخلي، په دې معنا ده چې هغه ځان د قانون تابع ګڼي.»

منیژه صدیقي: شکنجه شوې نه یم، د زندان مسوولین راسره ښه چلند کوي

منیژه صدیقي چې اوسمهال د کابل د څرخي پله زندان کې بندي ده، د يوه خبري کنفرانس له لارې ويلي، روغتیایي حالت یې ښه دی او په زندان کې هیڅ ډول شکنجه نه ده ورکړل شوې.

هغه – چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په کابل کې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې وه او اوسمهال د کابل څرخي پله زندان کې بندي ده – وايي، هغه ټولې اوازې دروغ دي چې ګواکې دا دې په زندان کې شکنجه شوې او یا دې ورسره ناسم چلند شوی وي؛ صدیقي ویلي، هره اونۍ یې د کورنۍ ټول غړي لیدلو ته هم ورځي.

د راپورونو له مخې، د ښځو او ماشومانو د رفا مؤسسې او بښنې نړۍوال سازمان ادعا کړې چې منیژه صدیقي روغتیايي خدماتو، مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او له خپلې کورنۍ سره هم نه شي لیدلی.

د یادونې ده، منيژې صدیقي ته د اسلامي امارت «د اصولو خلاف» کړنو ترسره کولو په جرم ۱۸ میاشتې حبس ورکول شوی او تر اوسه یې یوازې شپږ میاشتې تېره شوې دي.

د مرستو دوام

د راپورونو له مخې، جاپان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړې،  نړۍ‌وال بانک په افغانستان کې د ښځو سوداګرۍ د ملاتړ په موخه ۱۶ میلیون ډالر او اورپايي ټولنې له اړو افغانانو سره ۱۵۰ زره يورو ځانګړي کړي دي.

دغه راز، د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې یې له ۲۵ روغتونونو سره د ۴،۴ میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیایي کېټونو او درملو مرسته کړې ده.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version