Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
افغانستان کې د جاپان سفیر وايي، هېواد یې له افغان کورنیو سره مرستې او ملاتړ ته ژمن دی.
مولوي اميرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې له سيمې او نړۍ سره د ا.ا تعاملات ښه لور ته روان دي او لېوال دي چې له ټولو جهتونو سره ابرومندانه اړیکې ولري.
لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې په شپږ سوه جریبه کرنیزه ځمکه میوهلرونکي باغونه جوړېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق په افغانستان کې د میندو، ماشومانو او ځوانانو د روغتیايي ملاتړ لپاره د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له ۱،۵ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړی دی.
په کابل کې د جاپان سفارت وایي، هېواد یې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیون امریکایي ډالر بشردوستانه مرسته کوِي.
د کرنې وزارت سرپرست په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان سره د کرنې برخه کې د دغه هېواد د مرستو د دوام غوښتنه وکړه او ویلي یې دي چې مرستې به په شفاف ډول مصرف شي.
په کابل کې د جاپان سفیر د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره به یې د هېواد مرستې دوام ولري.
کابل کې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د تاریخي میراثونو ساتنې لپاره ۳۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي او په پام کې لري چې د دغه هېواد په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي هم جوړ کړي.
په کابل کې د جاپان سفارت وايي چې هېواد یې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي.
افغانستان کې د جاپان سفارت، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سره افغان ماشومانو او مېرمنو ته د اړینو واکسینونو رسولو په موخه د ۶،۹ میلیون ډالرو تړون وکړ.
په کابل کې د جاپان سفارت افغانانو ته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه اعلان کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې جاپان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP