Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا چارواکي: جاپان دې د نوي کابل ښار د څښاک اوبو رسولو پروژې چارې بېرته پیل کړي

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): د هېواد د اقتصاد او بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو د جاپان د سفیر له مرستیال سره په لیدنه کې د نوي کابل ښار د څښاک اوبو رسولو پروژې د کار د بیا پيل غوښتنه وکړه. دغه جاپاني ډيپلومات هم ژمنه وکړه چې په دې اړه به له اړوندو بنسټونو سره خبرې وکړي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اقتصاد وزیر قاري دین‎محمد حنیف او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکتر محمدنعیم له په کابل کې د جاپان د سفیر له مرستیال مای کیو ایزاوا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو د دفتر (UNOPS) له مسوول چی با سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د اقتصاد وزیر د جاپان له بشردوستانه مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې د نوي کابل ښار د څښاک اوبو پروژه چې د ۲۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) لخوا تمویل او د UNOPS له خوا تطبیقېده، له څلورو کلونو راهیسې درول شوې او باید بېرته پیل شي.

هغه زیاته کړه، دغه پروژه چې د ښار جوړونې وزارت پورې اړه لري، د کابل ښار لپاره بنسټیزه او حیاتي ارزښت لري.

دغه‌راز، د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکتر محمدنعیم په دې لیدنه کې د دې بنسټیزې پروژې پر اهمیت او د کابل ښار د څښاک اوبو د زیربناوو پر بېړنۍ اړتیا خبرې وکړې او د پروژې کار بېرته پیل او تطبیق په اړه یې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې د هوکړه‌لیک غوښتنه وکړه.

ورته مهال، کابل کې د جاپان د سفیر مرستیال د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې جاپان د ختیځ افغانستان د وروستیو زلزلو د اغېزو د جبران لپاره تر یوه میلیون ډالر بېړنۍ مرستې سربېره د جاپان د پلاتفورم (JPF) له لارې هم د افغانستان خلکو ۱.۳۳ میلیونه ډالر بشردوستانه مرستې ته ورکوي.

هغه ژمنه وکړه چې د نوي کابل ښار د څښاک اوبو د پروژې د بیا پیل په اړه به د جاپان نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) او اړوندو بنسټونو سره خبرې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.