Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
یو شمېر رضاکارو ځوانانو د جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ په قشقهاباد کلي کې د ماشومانو لپاره د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې د ۲۰۰ زدهکوونکو ظرفیت لري.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه کس د خپل زوی قاتل ته – چې د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و- بښنه وکړه او ويې ویل: «د زوی له لاسه ورکولو درد ما تجربه کړې، ومې نه غوښتل چې دغه درد زموږ مقابله کورنۍ هم تجربه کړي.»
د جوزجان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو کس له کلاشینکوف او یوه اندازه مهماتو سره نیولی دی.
ځایي مسوولین وایي، په جوزجان ولایت کې د وروستیو واورو او سړې هوا له امله ۱۸ کسان مړه او زرګونه څاروي تلف شوي دي.
په جوزجان کې ځیني سینماګران په داسې حال کې د مستندو فلمونو جوړولو برخه کې له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او د ملاتړ غوښتونکي دي چې مسوولین وایي، له هرې ممکنې لارې هڅه کېږي څو په دغه ولایت کې یاد هنر ژوندی وساتي.
په جوزجان ولایت کې امو سیند ته څېرمه دواړو غاړو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د دغه سیند په اوږدو کې د استنادي دېوال له نشتوالي او د خپلو کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو شکایت کوي چې کرنې وزارت د امو سیند ویجاړیو د څېړنې په موخه شمالي ولایتونو ته د یو لوړپوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیه قومانداني وايي، په دغه ولسوالۍ کې د یوه استوګنیز کور د چت غورځېدو پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
شبرغان (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د جوزجان ځایي سرچینې وايي، په شبرغان ښار کې د غوړیو تولید یوه فابریکه چې ۴۰ کسانو ته پکې د
د جوزجان ولایت مسوولین وایي، د درېیو ښځو په ګډون هغه ۲۲ کسان يي په عام محضر کې په دُرو ووهل چې ښاري محکمو پرې تعزیري حکم صادر کړی و.
ه سرپل کې له څه باندې ۶۰۰ مالدارانو سره د هغو د څارويو لپاره د خوراکي توکو او جوزجان کې د شهيدانو له ۳۰۰ وارثينو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن