Sign in to continue to your Pajhwok account.
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
جوزجان کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو دوو اونیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۱ کسان نیول شوي دي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د اسلامي امارت د څلورمې کاليزې په مناسبت د هېواد د شمالي ولایتونو د ۶۰ لوبغاړو په ګډون د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې ښځې د خیاطۍ کارګاه په جوړولو له ایرانه لسګونه راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه وايي، د ملاتړ په صورت کې به خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي او ډېر شمېر ښځې به په کار وګوماري.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دېګ بخار جوړولو لومړنۍ کارخونې خپل فعالیت پیل کړ.
د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په «تورخېل» کلي کې د ځايي مسوولینو، عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ۱۲ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.
د جوزجان ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۱ کلنه دښمني چې له امله یې له دواړو لورو شل کسان وژل شوي وو، د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په مربوطاتو کې د جوزجان – سرپل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
جوزجان کې د نسايي ولادي برخې یو متخصصه ثریا قیومي په دغه ولایت کې له ایرانه تازه راستنو شوو مېرمنو ته په وړیا ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
جوزجان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجه دوکو ولسوالۍ کې د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د سواد زدهکړو په یوه کوچني ټولګي کې یو شمېر لوړ عمر لرونکي ښځې او ځوانې نجونې په لیک لوست بوختې دي؛ دغه زمینه د یوې داسې ښځې له لوري چې خپله یې هم په ماشومتوب کې زدهکړې نه دي کړې، برابره شوې ده.
جوزجان کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د جوزجان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې یو پلار او دوه زامن یې د فاضلابو یوې څاه ته لوېدلي چې له امله یې پلار او یوه زوی ژوند له لاسه ورکړی او بل زوی یې سخت ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP