Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱): د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت، له انځوریزو رسنیو غوښتي چې د حجاب په اړه له مخکې اعلان شوې
د پکتيا پوهنتون يو شمېر محصلينې وايي چې حجاب د افغان ښځو ملي او ديني ارزښت دى او په دې برخه کې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.
کابل ښار کې د یوه لاریون پر مهال یو شمېر ښځو د حجاب په تړاو اعلان شوې طرحې په غبرګون کې اعتراض وکړ، خو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وایي چې حجاب د اسلام حکم او فرض دی او باید درناوی ورته وشي.
یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې د حجاب د نوې طرحې د اعلان په غبرګون کې وايي، چې دوی نه یواځې له حجاب سره کومه ستونزه نه لري، بلکې دا د مسلمانو ښځو ښکلا هم ګڼي؛ خو سرپرست حکومت باید د دوی د کار او زده کړو خنډ نه شي.
د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر د حجاب په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت نوې طرحه له نړیوالې ټولنې سره د دغه حکومت له ژمنو سرغړونه بولي او ځينو نورو بهرنيو سرچينو هم پر دغې طرحې نيوکې کړې دي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت توصیه کوي چې دولتي کارکوونکي دې خپل سیرت او صورت له شریعت سره سم جوړ کړي او ښځینه کارکوونکې دې د حجاب په مراعاتولو سره په ځانګړو خونو کې دندې ترسره کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن