ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«ویاندویانې دې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته نور مخ پټ کړي»

«ویاندویانې دې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته نور مخ پټ کړي»

author avatar
19 May 2022 - 17:21
«ویاندویانې دې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته نور مخ پټ کړي»
author avatar
19 May 2022 - 17:21

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱): د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت، له انځوریزو رسنیو غوښتي چې د حجاب په اړه له مخکې اعلان شوې طرحې سره سم دې ښځینه ویاندویانې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته نور مخ پټ کړي.

د حجاب په اړه یاده «توضیحي او تطبیقي» طرحه د غویی په ۱۷ مه اعلان شوه.

په طرحه کې راغلي، بدن چې په هر ډول جامو وپوښل شي، حجاب بلل کېږي؛ خو جامې باید دومره نرۍ او تنګې نه وي چې بدن ترې ښکاره شي. په طرحه کې څادري غوره حجاب بلل شوی دی.

په طرحه کې دا هم راغلي، هغه ښځې چې د عمر له پلوه زړې یا ځوانې نه دي، له نامحرمو نارینه‌وو سره د مخامخ کېدو پر مهال له فتنې د مخنیوي لپاره باید له سترګو پرته خپل مخونه له شرعي لارښوونې سره سم پټ کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.