Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال لوګر ولایت کې یوې غونډې ته ویلي چې اسلامي امارت د افغانانو د قربانيو په پایله کې واک ته رسېدلی او اوس اړتیا ده چې حکومت د ولس غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمير په پهلګام سيمه کې پر سیلانيانو وروستی بريد غندلی او وایي چې دغه ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.
د پکتیا د احمدخېلو او ډنډپټان ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د ژوند ډېرو لومړنیو اسانتیاوو ته سم لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د راپورونو له مخې، د لبنان د سیاسي ګوندونو ترمنځ له ډېرو خبرو اترو وروسته پرون په دغه هېواد کې نوی حکومت جوړ او نواف سلام یې لومړی وزیر وټاکل شو.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د بربر تاریخي کلا پر ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته یې د بیارغونې غوښتنه کوي.
د فاریاب د کرنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د زعفرانو کښت له ډېرېدو خبر ورکوي خو وايي چې له ځینو ستونزو لکه د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار او د حکومت د ملاتړ له نشتوالي سره مخ دي.
هرات کې یو شمېر ګارکر ماشومان چې د اقتصادي ستونزو له امله له زدهکړو بېبرخې دي، له حکومته غواړي څو د دوی له کورنیو سره د اقتصادي ستونزو د حل برخه کې مرسته وکړي.
د چاپېریالساتنې یو شمېر پوهانو او د اوبیزو سرچینو څېړونکو د ځمکې لاندې اوبو کچې پر ټيټېدو د اقلیم بدلونونو اغېزو ته په اشاره له اسلامي امارته غوښتنه وکړه څو د اوبو مدیرت په خپلو لومړیتونو کې ونیسي او په دې برخه کې یې له نړۍ د مالي او تخنیکي مرستې غوښتنه کړې ده.
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې سیمو کې د ښوونځيو او روغتیایي مرکزونو له کموالي او د لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې پاملرنه ورته وکړي.
بادغیس کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، اقتصادي ستونزو د درس پرېښودو او کار کولو ته اړ کړي او له سرپرست حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د پاکستات په پارلمانو ټاکنو کې هېڅ یو ګوند اکثریت ترلاسه نه کړل، اوس یو شمېر سیاسي ګوندونو د ایتلافي حکومت جوړولو اعلان کړی دی.
سرپل کې یو شمېر کروندګر د پیازو د بیې ټیټوالي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، حکومت دې له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیازو د وارداتو مخه ونیسي او یا دې د دغه محصولاتو پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP