کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، ټاکل شوې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهم صالح په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته راشي.
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عرفات جمال دا خبره د دغه وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې ده.
عرفات جمال ویلي، افغانستان ته د برهم صالح د سفر موخه د بېرته راستنېدونکو د وضعیت ارزونه ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې افغانستان ته د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره د مالي سرچینو د جذب هڅې هم پیل شوې دي.
هغه ویلي چې دې ادارې د هرات او مزارشریف ښارونو کې د غالۍ اوبدلو دوه کارخونې هم جوړې کړې دي چې سلګونو راستنېدونکو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
بلخوا، مولوي عبدالکبیر د افغان راستنېدونکو د ملاتړ او له هغوی سره د مرستې برخه کې د ملګرو ملتونو له همکاریو مننه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري ورکړل شوې سلګونه خېمې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته لېږدول شوې دي.
د هغه په خبره، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم د موقتي استوګنې سیمو ته اړین توکي او امکانات لېږلي دي.

د یادونې ده، برهم صالح د عراق پخوانی ولسمشر و او د تېر کال په لېندۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر په توګه وټاکل شو.
دا به افغانستان ته د نوموړي لومړی سفر وي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر په توګه یې ترسره کوي.