Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
راپورونه وايي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پرلهپسې ورښتونو، د ځمکې ښویېدو او د خونو چتونو لوېدو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د پاکستاني پولیسو یوه بس موټر له لارۍ سره ټکر کړی چې له امله یې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې تېره شپه پر پاکستاني پوليسو وسلهوال برید شوی چې له امله یې لس کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې وسلهوالو پر یوې امنیتي پوستې ډلهییز برید کړی چې په کې درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسلهوالو کسانو له لوري د شپږو سلمانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د راپورونو له مخې په خیبر پښتونخوا کې په ځانمرګي او وسلهوال بریدونو کې څلور پولیس وژل شوي او د اوو پولیسو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په حیاتاباد سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې شپږ پاکستاني ځواکونه ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د امنیتي ځواکونو پر موټر چاودنه شوې چې ۲۳ کسان په کې ټپیان شوي دي.
راپورونه ښيي، وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د تېلو او ګازو پر تاسیساتو برید کړی چې په کې څلور پاکستاني پوليس او دوه د دغه کمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان دفاع وزیر وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ترهګرۍ ضد مرکز کې د یرغمل نيوونکو پر ضد عملیات پای ته رسېدلي چې په کې ټول بریدګر او دوه پوځيان وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP