Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار پوهنې رياست وايي چې د دې ادارې اړوند پر هغې ۴۵ جریب ځمکه د مېوو باغ جوړوي چې تازه له غصبه راګرځول شوې ده.
د پروان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سیاهګرد ولسوالۍ کې ۲۵۰ دوکانونه چې پر دولتي ځمکې جوړ شوي وو له ۲۵ کلونو غصب وروسته تخریب شول او دغه ځمکه بېرته د حکومت تر تصرف لاندې راغله.
خوست کې د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون وايي چې تېرو دوو کلونو کې يې ۵۰ زره جريب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وايي چې تر اوسه يې په ټول هېواد کې ۱،۱ میلیون جریب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.
د حکومت قضائیه چارو مسوولین وايي، په بغلان ولایت کې تر اوسه ۶۷۳ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې چې نږدې ۱۹ زره جریبه یې بېرته راګرځول شوې ده.
د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون وایي، سرپل کې له ۵۰ زره جریبه ډېره دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې او د ځمکو د بانک په سیستم کې ثبت شوې ده او له ۴۳ زره ډېره غصب شوې ځمکه تثبیت او پېژندل شوې ده.
د عدلیې وزارت وایي، په لغمان کې تر اوسه نږدې شل زره هکتاره غصبي دولتي ځمکه تثبیت شوې چې ۱۱۹ هکتاره یې بېرته راګرځول شوې ده.
په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وایي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۵ سوه جریب دولتي ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې ۸۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.
په اروزګان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.
په زابل کې د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، په دغه ولایت کې یې تر دغه مهاله ۱۰۵ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې او دا لړۍ روانه ده.
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې ٦٣ زره جريب غصب شوې دولتي ځمكه بېرته راګرځول شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن