Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان بانک وايي چې د دغه بانک لومړي مرستیال د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس
د افغانستان بانک تېر لمریز کال د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه ۴۰۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي؛ که څه هم اقتصادي شنونکي دغه اقدام د لنډمهال لپاره اغېزناک بولي خو ټینګار کوي چې حکومت باید پر نورو لارو هم غور وکړي.
د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په لیدنه کې ویلي، دغه بانک ژمن دی چې په هېواد کې کوچنيو مالي تمویلاتو ته وده ورکړي څو د هېواد په ټولو برخو کې خلک له دې مالي خدمتونو برخمن شي.
د افغانستان بانک وايي، په پولي بازارونو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر یو طبیعي او معمول اقتصادي حالت دی، دغه بانک کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.
د افغانستان بانک وايي چې کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د اړتیا په صورت کې د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د افغانۍ او نورو اسعارو اړتیاوې پوره کوي.
د مرکزي بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې سره په لیدنه کې ویلي چې دغه بانک د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مالي خدماتو پراختیا ته ژمن دی څو ټول هېوادوال یو شان له دغو خدمتونو برخمن شي.
د افغانستان بانک سبا (د چنګاښ ۱۲مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک سرپرست د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه جیبوټي هېواد ته ولاړ.
افغانستان بانک «د غیرقانوني معاملو مخنیوي لپاره» نوې تګلاره جوړه کړې، خو صرافان یې د بیا کتنې غوښتنه کوي او د چارو شنونکي بیا دا ډول اقدام د پولي مارکېټونو قانونمند کولو لپاره اړین بولي.
د افغانستان بانک یو لوړپوړی پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړۍوال فورم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د افغانستان بانک سرپرست وايي چې د نړۍ هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکټور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی؛ دې چارې د خلکو د پېر ځواک کمزوری کړی دی.
د افغانستان بانک د تېر لمریز کال په اوږدو کې د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه په ۴۰ ځلونو کې ۵۹۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP