Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې له مشر سره په ليدنه کې هېواد کې د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت ورسوي.
افغان چارواکو د روغتیا له نړۍوال سازمانه د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره د مجهز مرکز جوړولو، د روغتیايي خدمتونو رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول او د روغتیايي سیسټم پیاوړتیا کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په کابل کې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې او د لوړو زدهکړو یوې خصوصي موسسې ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خبریالانو ته د غاښونو درملنې او لابراتواري معایناتو برخو کې له ۷۰ـ۸۰ سلنه پورې تخفیف ورکوي.
د افغانستان عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې له لس تر دوولس زره بستریز خدمتونه لري، په داسې حال کې چې تر ۴۵ زره بستریزو خدمتونو پورې اړتیا ده.
د پکتیکا د نکې ولسوالۍ خلک په روغتیايي برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، له دوو لسیزو راهیسې په ټوله ولسوالي کې جراح ډاکټر او مجهز روغتیايي مرکز نشته او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز ښرنې او نورو ولایتونو لېږدوي.
د غزني د رشیدانو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې اوس مهال په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز فعالیت لري چې د ولسوالۍ ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.
کابل (پژواک،۱۲چنګاښ۱۴۰۰): په هېواد کې د برېښنا پرچاوۍ ډېروالي د هېوادوالو د اندېښنې او بېلا بېلو برخو کې د ستونزو رامنځته کېدو سربېره روغتیايي خدمتونه
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP