Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، د کابل د څرخي پله محبس ۱۴۷ محبوسینې د دیني، سواد، خیاطۍ، کرنې او غالۍ اوبدلو زدهکړو له دورې فارغې شوې او د کار زمینه به هم ورته برابره شي.
کابل کې د مسکا هوتک په نوم ۱۸ کلنه نجلۍ چې د نجونو ښوونځیو له شپږم د پورته ټولګیو زدهکړو له ځنډېدو وروسته یې د دیني علومو، انګليسي ژبې او کمپیوټر زدهکړو ته مخه کړې، هیلهمنه ده چې د ښوونځي دروازې به د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
د پوهنې وزارت چارواکو له افغان کډوالو د سویې د تثبیت ازموينې په تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي چې ا.ا به ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست وایي، د دې لپاره چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان له زدهکړو پاتې نه شي، یوه ځانګړې کمېټه یې ګومارلې څو ښوونځیو کې د شاملولو لپاره دغه ماشومان ثبت کړي او لارښوونه ورته وکړي.
د یوناما مشرې، افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو د ځنډېدو پر دوام خواشيني څرګنده کړې ویلي یې دي چې دغه چاره د افغانانو سوکالي زیانمنوي او نړۍوال دې د پوهنې برخه کې له افغانانو ملاتړ وکړي.
یو شمېر افغان نجونې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له ځنډېدو وروسته بېکاره نه دي کښېناستلې او خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره یې د زدهکړو نوي فرصتونه انتخاب کړي دي.
خوست کې يو شمېر معلولين وايي چې د موقتي مرستو پر ځای دې د دايمي لاسنيوي په موخه د حرفوي او مسلکي زدهکړو زمينه ورته برابره شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له دوو خیریه مؤسسې سره د څه باندې ۲۱۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د زدهکړو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي څو دا بندیز لرې کړي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۸۰۰ بېوزله زدهکوونکو ته وړیا ښوونیز پروګرام پيل شو.
کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د څرخي پله د فني او حرفوي زدهکړو په مرکز کې له نشهیي توکو رغېدلو څه باندې ۵۰۰ کسانو ته د فني او حرفي زدهکړو پروګرام پیل شو.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو، افغانستان کې په طبي انسټیټیوتونو کې د نجونو د زدهکړو پر ځنډولو اندېښنه ښودلې او له افغان چارواکو یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP