کابل (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۴): د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، د کابل د څرخي پله محبس ۱۴۷ محبوسینې د دیني، سواد، خیاطۍ، کرنې او غالۍ اوبدلو زدهکړو له دورې فارغې شوې او د کار زمینه به هم ورته برابره شي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د ښځينه زندانیانو شرعي او انساني حقونو ته د لا ځانګړې پاملرنې په موخه د کابل د څرخي پله په ښځینه محبس کې د ۱۴۷ ښځينه محبوسینو له ډلې څلور تنه د قرانکریم د ناظرې، ۴۸ تنه د لمانځه فقهې، ۱۲ تنه د سیرتالنبي (ص)، ۳۲ تنه د سواد زدهکړو، ۱۲ تنه د خیاطۍ، ۱۲ تنه د کرنې او ۲۷ تنه د غالۍ اوبدلو له ښوونیزو، روزنیزو او حرفوي زدهکړو فارغې شوې دي.
سرچینه زیاتوي د یاد زندان د ښوونې او روزنې مشر مولوي نظرمحمد ناصري د فراغت په یادو مراسمو کې ویلي: «د زندانونو چارو د سمون ادارې ټولو زندانیانو ته مو د اصلاح او روزنې ښه زمینه برابره کړې او ټول زندانونه مو د علم او اصلاح پر رښتینو مرکزونو بدل کړي دي.»
هغه له ټولو بندیانو غوښتي چې د خپل ځان د اصلاح او کورنۍ ته د حلالې نفقې ګټلو لپاره د ادارې د دیني، عصري او حرفوي زدهکړو په پروګرامونو کې برخه واخلي.
د یاد زندان د اقتصادي پروګرامونو او ستراتیژیکو اړیکو مشر عبیدالله اخلاص د ناستې ګډونوالو ته ویلي: «موږ به هغو زندانیانو ته چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په حرفوي پروګرامونو کې یې برخه اخیستې او فارغ شوي وي، کاري زمینه برابره او په زندان کې د زدهکړو د کسب پر مټ د کار په بدل کې ۶۰ سلنه مزد ورکړو، څو له زندانه خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه وګټي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې په پای کې د یاد محبس د ښځینه ښوونکو او د پوهنې وزارت له لوري د ممتازو زدهکوونکو د لا هڅونې په موخه تصدیقنامې او مننلیکونه ورکړل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP