Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، په افغانستان کې له ۱۹۰زرو څخه ډېر زلزلهځپلي ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په بدخشان ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، د ریختر په کچه ۴،۸ درجې زلزلې دغه ولایت ولړزاوه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وايي، له زلزلې وروسته په سیمه کې تر اوسه د زلزلې ټکانونه محسوسېږي او خلکو ته رواني ستونزې پیدا شوې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلو له امله ۱۰۳۶ کسان مړه او ۲۹۴۹ نور ټپیان شوي او دغه راز ۴۵۰۰ کورونه هم په بشپړ ډول نړېدلي او یا زیانمن شوي دي.
د پکتیکا چارواکي وايي، زلزلې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې او دغه راز یې ۳ زره کورونه ویجاړ کړي دي.
افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې له امله يوازې د پکتیکا ګيان او برمل ولسوالیو کې څه دپاسه ۱۰۰۰ کسانو ژوند بایللی او ۱۵۰۰ زيات ټپیان شوي دي.
بدخشان کې يوه سيمه ييزه سرچينه وایي چې د دغه ولايت د يفتل پایان ولسوالۍ د سمنجاب سیمې په روینګ کلي کې پرون د زلزلې له امله دوه کان کِندونکي مړه شوي دي.
حکومت په بادغیس ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله په ټولیزه توګه د څه باندې زرو کورونو له لږ او بشپړ ویجاړېدو خبر ورکړی او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې تر خاورو لاندې شوو کسانو ژوند وژغوري او زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
په بادغیس ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله ۲۲ کسا مړه او څلور نور ټپیان شوي؛ دغې زلزلې پر مالي زیانونو سربېره په غور ولایت کې منار جام ته هم زیان رسولی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن