د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده او ۳۶۶ میلیون امریکايي ډالره وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې په ترانزیټي لارو او تجارتي برخو کې خنډونه د هيڅ لوري په ګټه نه دي او په کار ده چې مسایل یو له یو بل سره ونه تړل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان هېواد د دولتي او خصوصي سکتور له راغلي ګډ سوداګریز پلاوي سره په لېدنه کې، د دواړو هېوادو تر مینځ د ترسره شویو هوکړو په اړه د لازیاتې همغږۍ د رامینځ ته کېدو او د سوداګرۍ کچې د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال د ازبکستان د سرخاندریا ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي او په دغه هېواد کې یې له مېشتو افغان سوادګرو غوښتي څو افغانستان کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت د مشرتابه په یوه فرمان کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د روان میلادي کال په تېرو نهو میاشتو کې له ایران سره د سوداګرۍ کچه څه باندې دوه میلیارد امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.
د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان او سیمې له هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر کال کې د افغانستان د سوداګرۍ حجم کابو لس میلیارد ډالرو ته رسېدلی چې له دې جملې څه باندې اته میلیارد ډالر یې واردات او ۱،۸ میلیارد ډالر یې صادرات دي.
قزاقستان د ترکمنستان له لارې د یوې بدیلې لارې پر جوړولو کار کوي څو له افغانستان سره یې سوداګري له یو میلیارد ډالرو څخه درې میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال او په کابل کې د ایران سفیر په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې د افغانستان په مختلفو برخو کې د کار کولو ژمنه کړې او ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو لپاره یوه ګډهخونه رامنځته کوي.
د خوست غلام خان لار چې له کوزې پښتونخوا او پاکستان سره دویمه نږدې ترانزيټي لار بلل کېږي، په دې وروستيو کې پرې سوداګري پنځوس سلنه کمه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP