کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د اسلامي امارت د مشرتابه په یوه فرمان کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
یاد فرمان عدلیې وزارت نن پرخپله اېکس پاڼه خپور کړی دی.
په فرمان کې راغلي: «د جغرافيايي موقعيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پایدارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت، د خصوصي سکتور او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره، لاندې مراتب منظوروم.»
فرمان کې لیکل شوي، وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مكلفې دي، د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لويو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د فرمان په حواله، په مرکز او ولايتونو کې د وزارتونو او امارتي ادارو مسوولین او کارمندان مکلف دي چې د هېواد له نافذو تقنيني سندونو سره سم د خصوصي سكتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کې له تعلل او ځنډه دې ډډه وکړي.
په فرمان کې همدارنګه لیکل شوي، وزارتونه او امارتي ادارې مكلفې دي د هېواد د داخلي صنايعو د ودې او ځان بساینې په موخه د امکان تر بریده د هېواد له کورنيو توليداتو ګټه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP