د دایکنډي ولایت د کیتي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، شاوخوا ۱۷ کیلومتره سړک چې د پنځو ولسوالیو لارې سره نښلوي، دوی په خپل شخصي لګښت جوړ کړی دی.
د ننګرهار د ټولګټو چارو رياست وايي، د دغه ولايت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند د يوې لرې پرتې سيمې د سړک جوړولو چارې يې پيل کړي دي.
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د مزارشریف ــ سرپل لاره له کلونو راهیسې ویجاړه شوې چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د بګرامیو نساجي سړک پاتې چارې پیل شوې.
د نورستان په وانټ وایګل ولسوالي کې ۱۰ کیلومتره خام سړک د خوراکي توکو په بدل کې جوړېږي چې د سیمې سلګونه اوسېدونکي په کې په کار بوخت دي.
د لغمان چارواکي وایي چې د دغه ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومتره سړک جوړېدو چارې پيل شوې.
جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د بار وړونکو موټرو لپاره
د فراه ښاروال وايي په ښار کې د ۲۸ميليون افغانيو په ارزښت د نوي سړک د جوړېدو کار پيل شوی او په شپږو مياشتو کې به بشپړ شي.
چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې تر مټاخان ولسوالۍ د ۳۰ کیلومتره سړک نیمګړې چارې بیرته پیلوي.
اسعد اباد (پژواک، ۱۲ مرغومى ۱۴۰۰): د ټولګټو او دفاع وزارتونو په ګډو هڅو د کونړ ولایت د اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسواليو ترمنځ
. . .