جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت نوی سړک جوړېږي.
چارواکي وايي چې دغه کار په تورخم کې د ګڼې ګوڼې کمېدو او له ټرانسپورټي لارې د ټرانزيټي لارې بېلولو په موخه کوي.
د ننګرهار ولايت د ټولګټو چارو رييس مولوي يارمحمد محمدي پژواک اژانس ته وويل چې د ريیس الوزرا په حکم او د ماليې وزرات په همکارۍ په تورخم ښارګوټي کې د يو نوي سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
هغه زياته کړه چې د دغه دويم لين (نوي جوړېدونکي) سړک موخه په تورخم کې د ګڼې ګوڼې کموالی او له ټرانسپورټي لارې څخه د ټرانزيټي لارې بېلوالی ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن