Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي مسوولین وایي چې فاریاب، سرپل او بغلان ولایتونو کې د سېلابونو راتلو له امله ۱۵ کسان مړه شوي او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې وروستیو سېلابونو د ډېرو مالي او ځاني زیانونو اړولو ترڅنګ، جام تاریخي منار ته هم ډېر زیان اړولی او له مرکزي حکومت او نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ساتنې لپاره اقدام وکړي.
بادغیس کې ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.
د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په بلچراغ، چهلګزي او قرغان ولسوالیو کې د تېرې شپې سېلابونو له امله د درنو مالي زیانونو اوښتو ترڅنګ ۴۷ کسان مړه، یو شمېر نور ټپیان او یا لادرکه شوي دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت ته غځېدلې ځینې لارې د سېلابونو راتلو له امله په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله تر دې دمه یو کس مړ شوی او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
غور کې ځايي سرچینې وایي چې د تېرې شپې سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو راوتلو له امله د فیضاباد – بهارک لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
بغلان ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت راغلي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه شوي او ۲۶۵ نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، د برازیل هېواد په ریو ګرانډه دو سول ایالت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۴۳ کسان مړه شوي او ۱۲۵ نور نادرکه دي.
د بغلان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راغلو سېلابونو د ځاني زیان اړولو سربېره څلور زره کورونه ویجاړ او لس زره څاروي تلف کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP