Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایي، تېر کال په دغه ولایت کې ۱۰۰۰ ماشومان چې د شري پر ناروغۍ اخته وو، بستر شوي چې له جملې یې ۳۰ تنه مړه شوي دي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، په تېرو نږدې ۱۵ مياشتو کې په دغه ولايت کې ۲۵۱۹ ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې يې ۱۲ مړه شوي دي.
د غور روغتيايي مسوولين وايي چې د تېر میلادي کال په اوږدو کې په دغه ولایت کې شاوخوا شپږ سوه ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٢٧ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندهار کې په داسې حال کې د شري واکسین کمپاین پیل شو چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه ډېره شوې ده.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست سرپرست، په دغه ولایت کې سږ د تېر کال په پرتله د شري ناروغۍ پېښو د درې برابره لوړېدو خبر ورکوي او د دغې ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل ترڅنګ، له کورنیو غواړي، څو خپل له ۹ میاشتو تر ۵ کلنۍ ماشومان واکسین کړي.
. . .
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې لسګونه ماشومان د شري پر ناروغي اخته شوي چې څلورو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تخار د عامې روغتیا مسوولینو د شري ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښمن دي، وایي چې په تېره یوه میاشت کې پر دغې ناروغۍ ۱۹۰ ماشومان اخته چې پنځه یې مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP