Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غزني د اجرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او وایي، د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره اړ دي چې بلې ولسوالۍ ته ولاړ شي.
د سالنګ لویې لارې يو شمېر موټرچلوونکي وايي چې په دې وروستيو کې دغه لار ډېره خرابه شوې او بيارغونې ته یې جدي اړتيا ده.
د بدخشان په ۱۳ ولسوالیو کې له شلو ډېر د لرو کلیو اوسېدونکي وایي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په سیمو کې یې د لازمو روغتیایي امکاناتو او مرکزونو درلودل ورته یو خوب ښکاري.
په دایکنډي کې د پوهنې مسوولین او زدهکوونکي وايي چې په ښوونځیو کې د ښوونکو له جدي کمښت سره مخ دي او له اړوندو ادارو غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.
د بامیان د پنجاب او ورس ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له ټيټ کیفیت او په کلینیکونو کې د درملو له کمښته شکایت کوي او وايي، د دغې ستونزې له امله په ځینو مواردو کې ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وايي، د ښار په منځ کې غځېدلی سړک له کلونو راهیسې خراب شوی او موټر د خلکو په شخصي ځمکو کې تګ راتګ کوي.
د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له کمښت او د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دغه ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د سختو جګړو ډګر و، نو ځکه هیڅ کار ورته نه دی شوی.
بلخ کې د وچې مېوې پلورونکي وایي چې د تېر کال په پرتله یې کاروبار ښه شوی، خو د دغه ولایت اوسېدونکي بيا د وچې مېوې بیو له لوړېدو شکایت کوي.
تالقان (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د تخار د ځینو لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو او اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي
د ننګرهار، کندهار او هلمند پوهنتونونو یو شمېر محصلین ادعا کوي، ځیني استادان محصلینو ته چانسونه او یا ډېرې کمې نومرې ورکوي چې له دې سره محصلین له تحصیلي بورسونو او کادري ازموینو پاتې کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن