Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر یو شمېر اوسېدونکي د پل‌علم ښار د عمومي سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

پل‌علم (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د لوګر یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د پل‌علم ښار د داخلي عمومي سړکونو د خرابوالي له امله پلازمېنې کابل او سوېل‌ختیځ زون ته تېرېدونکي موټر د ښار پر فرعي لارو تګ‌ راتګ کوي.

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي احمد خان وویل، د ښار داخلي عمومي سړکونه ویجاړ شوي چې دوی او له دې ولایته تېرېدونکو مسافرو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

نوموړي وویل: «د پل‌علم ښار داخلي سړکونو وضعیت ډېر زیات خراب دی؛ دا ځکه چې د لوړ وزن موټر ورباندې تېر شوي او سړک یې کنده کنده کړی، د سړکونو وضعیت ډېر زیات خراب دی او دولت هم په تېرو څو کلونو کې ورته پام نه‌دی کړی.»

دغه راز، یوه هټۍوال حزب‌الله وویل، د پل‌علم ښار سړکونه له تېرو درېیو کلونو راهیسې ډېر خراب شوی چې په خبره یې د سوېل‌ختیځ زون درېیو ولایتونو پکتیا، خوست او پکتیکا او همدارنګه پلازمېنې کابل ته تلونکي موټر د ښار په فرعي لارو تګ راتګ کوي.

هغه له ولایتي ادارې غواړي چې د پُل‌علم ښار داخلي سړکونه په پاخه او اساسي توګه بیاورغوي.

هغه وویل: «د سړکونو وضعیت ډېر خراب دی، سړکونه کنده کنده شوي، سړک او پلچکونه ډېر زیات خراب دي، د سړک خرابوالي له امله ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې، دولت ته په کار ده چې دغه سړکونه جوړ کړي.»

ورته مهال، موټر چلوونکي هم په پل‌علم ښار کې د ترافیکي پېښو زیاتېدو لامل د سړکونو خرابوالی بولي.

یوه موټر چلوونکي محمدنسیم وویل، د پخوا په پرتله ښار کې ترافیکي پېښې د پام وړ ډېرې شوې او د سړکونو د خرابوالي له امله ښار کې ګڼه ګوڼه دومره ډېره شوې چې د ښار واټونه او څلور لارې د ورځې په جریان کې تر ډېره وخته بند وي.

په همدې حال کې د لوګر ولایتي مسوولین هم مني چې د ښار داخلي عمومي سړکونه تخریب شوي او له امله یې مسافر له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي د پل‌علم ښار داخلي سړکونه په پاخه او اساسي ډول بیاورغوي.

نوموړي وویل: «د لوګر ولایت مقام هڅه کوي چې د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي، رښتیا هم د ښار داخلي سړکونو خرابوالی د هېوادوالو لپاره یو جدي ستونزه ده، مونږ ډاډ درکوو چې د ولایت مقام له لوري د یادو سړکونو د بیارغولو موضوع تعقیب شوې او اړونده ادارو ته سپارښتنه شوې چې د پل‌علم ښار داخلي سړک د بیارغولو برخه کې شته ستونزې هوارې او ژر تر ژره یې د بیارغولو چارې پيل کړي.»

د لوګر مرکز پل‌علم ښار چې د پلازمېنې کابل سوېل لور ته پروت دی، د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګ او غزني ولایتونو مسافر هم له دغه ښار څخه په تېرېدو خپلو ولایتونو ته تګ راتګ کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.