مزارشریف (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): د بلخ یو شمېر صنعتکاران مزارشریف ښار کې د امیر عليشېر نوایي صنعتي پارک ته د غځیدلي سړک له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته یې د جوړولو غوښتنه کوي.
امیر عليشېر نوایي صنعتي پارک د بلخ ولایت یو له لویو صنعتي پارکونو څخه دی چې دا مهال لسګونه لویې او وړې فابریکې په کې فعالیت لري.
محمد اسماعیل چې په دغه پارک کې د مالګې د تصفیې یوه لویه فابریکه لري، وایي چې دغه پارک ته د غځیدلي سړک د خرابوالي له امله صنعتکاران له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاتوي چې دغه پارک ته د باروړنکو موټرو تګ راتک ډېر دی چې په ژمي کې له واورې او باران سره د دغو موټر تګ راتګ ناشونی کېږي.
محمد اسماعیل له حکومته غواړي چې دغه پارک ته غځیدلی سړک ورغوي.
د دغه پارک یو بل صنعتکار غلامسخي قرباني هم شکایت کوي چې امیر عليشېر نوایي پارک ته غځیدلی سړک ویجاړ دی او له امله یې فابریکهلرونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه دغه راز وایي چې د اوړي موسم کې د لویو موټرو تک راتګ پر مهال خاورې او دوړې جوړېږي او ژمي کې بیا د خټو او اوبو راټولیدو سره دغه پارک ته تک راتګ ستونزمن کېږي.
ورته مهال، د بلخ صنعت او کانونو خونې رییس امامالدین سنایيزاده د سرپرست حکومت له خوا دغې ستونزې ته رسېدنې ډاډ ورکوي.
هغه وایي چې تل یې د صنعتکارانو ستونزې له حکومت سره شریکې کړې دي چې پایله کې یې روان کال د مزارشربف ښار شپږمه ناحیه کې د شادیانو صنعتي پارک سړک قیر او سربېره پر دې دغه پارک ته نږدې د اوبو یو کانال هم جوړ شوی دی.
سنایيزاده زیاتوي چې د امیر عليشېر نوایي صنعتي پارک د سړک خرابوالي ستونزه یې د بلخ ولایت له سیمهییزو چارواکي سره شریکه کړې او ډاډ ورکوي چې راتلونکی کال به دغه سړک په بنسټیزه توګه جوړ شي.
ورته مهال، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازی د صنعتکارانو ټولو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.
هغه صنعت د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بولي او وایي چې اسلامي امارت تل هڅه کوي څو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د صنعتکارانو ستونزې حل کړي.
د یادونې ده چې دا مهال بلخ کې د امیر عليشېر نوایي او شادیانو په نوم دوه لوی صنعتي پارکونه شتون لري او د یوه بل نوي پارک د جوړېدو چارې هم پیل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP