ژبه

د برېښنا پرچاوۍ له زیاتېدو د کابل ښاریانو شکایت؛ مسوولین: د دې ستونزې حل د پروژو له بشپړېدو سره تړلی

ویدا قلندري

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۰

Views: ۳۱

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د اوړي په دې ګرمو ورځو کې د برېښنا د پرچاوۍ ډېرېدو له امله شکایت کوي او د دې ستونزې د ژر حل غوښتنه لري. بلخوا، د برېښنا شرکت بیا د برېښنا کمښت او د مصرف زیاتوالی د پرچاویو اصلي لاملونه بولي او وايي، دغه ستونزه هغه مهال اساسي حل کېدای شي څو د برېښنا تولیدي پروژې بشپړې شي.

د پژواک خبري اژانس خبریال د کابل ښار د بېلابېلو سیمو له یو شمېر اوسېدونکو سره خبرې کړې دي؛ ډېری یې وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې له اتو ساعتونو کمه برېښنا لري.

د کابل ښار د دوغ‌اباد اوسېدونکی سید فرید هاشمي وايي: «په دې وروستیو کې چې ګرمي پیل شوې، د برېښنا له کمښت سره مخ یو، نه پوهېږم علت یې څه دی، د برېښنا کمښت دی او که له هغو هېوادونو سره چې قرارداد لرو، هغوی زموږ برېښنا پرې کړې ده، اصلي علت یې نه پوهېږو چېرته دی.»

هغه د دې په ویلو سره چې په ۲۴ ساعتونو کې له پنځو ساعتونو ډېره برېښنا نه لري وايي، اوس مهال د خلکو ډېری ورځني کارونه پر برېښنا پورې تړلي او برېښنا دوامداره پرچاوۍ د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکی جمعه‌ګل هم ورته شکایت لري او وايي: «په ۲۴ ساعتونو کې یوازې درې ساعته برېښنا لرو، نه شپه برېښنا لرو، نه ورځ؛ د سهار له پنځو بجو چې پرچاوي وي بیا د ماښام تر نهو بجو، کله چې راشي یوازې دوه یا درې ساعته وي، بیا پرچاوي کېږي، نه پکه چلولی شو، نه یخچال، هيڅ کار نه کوي، واړه ماشومان لرو، بې برېښنا له شپې تر سهاره ژاړي.»

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي محمدطاهر له اسلامي امارته غوښتنه وکړه چې د برېښنا تولید ته لومړیتوب ورکړي، څو دا ستونزه په اساسي ډول حل شي.

همدارنګه د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکې نیلاب وايي چې د هوا تودوخې په زیاتېدو سره د برېښنا پرچاوۍ هم زیاتې شوې دي او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې د دې ستونزې د حل لپاره بنسټیز اقدامات وکړي.

د برښنا شرکت ویاند محمدصادق حق‌پرست له پژواک سره په خبرو کې وویل: «زموږ اساسي ستونزه د برېښنا کمښت دی، موږ په شبکه کې نږدې ۷۵۰ مېګاواټه برېښنا لرو، په داسې حال کې چې د ټول افغانستان اړتیا ۴۰۰۰ مېګاواټو ته رسېږي… دویمه ستونزه دا ده چې په اوړي او ژمي کې د برېښنا مصرف ډېر لوړېږي؛ طبیعي ده چې د پرچاوۍ کچه لوړېږي؛ ځکه په ژمي کې خلک له بخاریو او په اوړي کې له پکو او کولرونو استفاده کوي.»

د نوموړي په خبره، افغانستان اوس‌مهال خپله د اړتیا وړ برېښنا له تاجکستان او اوزبېکستانه واردوي او یوه برخه برېښنا هم په هېواد کې دننه تولیدېږي.

هغه زیاته کړه چې د دې ستونزې د حل لپاره اوس مهال ۱۷ پروژې تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به یې یو زر او ۸۲۰ مېګاواټه برېښنا تولید شي. د نوموړي په خبره، د دغو پروژو بشپړېدل شاوخوا درې کاله وخت نیسي.

حق‌پرست د عزیري ګروپ له لوري د لمریزې برېښنا تولید پروژې ته په اشاره وویل چې په دې برخه کې هم کار روان دی او تمه ده چې په راتلونکو څو کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د برېښنا شرکت مسوولینو له دې مخکې هم ویلي چې افغانستان د اوبو، باد، لمر او ګاز له سرچینو د برېښنا تولید لپاره د پام وړ ظرفیت لري.