Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په ۱۴۰۱ کال له حیرتان بندره د پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت سوداګریز توکي بهر ته صادر شوي چې د وړم کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی ښيي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېر کال د ۳۹ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت نږدې ۳۰ ټنه زیره بهر ته صادر شوې ده.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې له دغه ولایته د ۳۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۵۳ زره ټنه تازه او وچه مېوه او نور توکي بهر ته صادر شوي چې د وړم کال په پرتله ۶۰ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د ۵۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): یوه خصوصي شرکت د صنعت او سوداګرۍ له وزارت، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې او کابل ګمرک سره په
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۴۷زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.
په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو له ټولولو سره جوخت یې صادرات هم پای ته رسېدلي او سږ کال د څه باندې ۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ډېر ژر به د ۶۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه جلغوزي د ځمکې له لارې ایټالیا ته صادر شي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په تېر يو کال کې د افغانستان توليد ۶ زره او ۴۵۳ ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر شوی دی.
د ننګرهار د کانونو رياست وايي، په تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې له دغه ولايت څخه بهرنيو هېوادونو ته ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی صادر شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن