د غزني د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې د دغه ولایت په اندړو او قرهباغ ولسوالیو کې یې په جبري نکاح د څلورو نجونو ورکولو مخه نیولې ده.
د غزني د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو ښوونځیو ته د ۷۲ میلیون افغانیو په ارزښت د مرسته شوو درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوه.
د غزني ولایت د سلطان د اوبو بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې د څه باندې ۱۰۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د قرهباغ او اندړو ولسوالیو په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲۲ لوبغاړو ترمنځ د بوکس سیالۍ پیل شوې.
د غزني ولایت د مرکز اړوند د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وایي چې لا هم په خپلو ورځنیو چارو کې له شخصي برېښنا ګټه اخلي چې په لوړه بیه ورته تمامېږي او غوښتنه کوي چې وارداتي برېښنا دې ورکړل شي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوې ماشومې په اوبو کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د اتو ولایتونو د ۹۶ لوبغاړو ترمنځ د اوسپورټ سبک لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د غزني امنیه قوماندانې وایي چې د دغه ولایت په مرکز یې درې کسان له ۱۵ کیلوګرامه نشهیي توکو (ښیښې) سره نیولي دي
د غزني ولایت مقام وایي، د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو د ځانګړې محکمې د حکم له مخې، د دغه ولایت د مرکز په «علي لالا صاحب» سیمه کې د حکیم سنایي ښارګوټی امارتي تثبیت شو.
د غزني ښاروالي وایي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د غزني ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ د کونګ فو انتخابي سیالۍ پیل شوې.