Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ټولګټو وزارت وایي چې په کابل کې يې ۱۳۵ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.
د زابل چارواکي وايي، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه یې کمپاین پیل کړی او په دغه لړ کې یې په مرکز کلات کې د کډوالو ښارګوټي اړوند ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چې په دغه ولایت کې ۴۰۰جریبه ځمکه له غاصبینو څخه خلاصه شوې ده.
د لغمان مرستیال والي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د بابا صاحب دښته کې يې د کډوالو د يوه ښارګوټي سل جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه کړې ده.
کابل ښاروالۍ د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د ۱۶۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخنیوی کړی دی.
د زابل د عدلیې ریاست وايي، په دغه ولایت کې یې له غصبه د دولتي ځمکو د خلاصون لړۍ پيل کړې چې تر دې مهاله په مرکز کلات او ولسوالیو کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي دي.
د پکتيا چارواکي وايي، د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې يې ۶۳ جريبه قيمتي ځمکه له غصب څخه راګرځولې ده.
د خوست ښاروال وايي، د ښاروالۍ له خوا په ښار کې له غصبه د دولتي ځمکو د خلاصون عملياتو پر دوام د هغو خپلسرو جوړو شويو کورونو ړنګول ته دوام لري چې د تفصيلي پلان خلاف جوړ شوي دي.
حکومتي چارواکي وایي چې په کندوز ولایت کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې، د یادې ځکمې د بېرته راګرځولو لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړېږي.
د کابل ښاروال وايي چې کابل ښار کې زرغونې سیمې دې له غاصبانو او ناوړه ګټه اخیستونکو څخه بېرته را وګرځول شي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP