ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې او غصب مخنيوي په موخه ځانګړې امنيتي قطعې جوړېږي

ننګرهار کې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې او غصب مخنيوي په موخه ځانګړې امنيتي قطعې جوړېږي

author avatar
1 Dec 2021 - 18:09
ننګرهار کې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې او غصب مخنيوي په موخه ځانګړې امنيتي قطعې جوړېږي
author avatar
1 Dec 2021 - 18:09

جلال اباد (پژواک، ۱۰ ليندۍ ۱۴۰۰): د نننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې او غصب مخنيوي په موخه ځانګړې امنيتي قطعې جوړېږي چې اوس يې د جوړېدو لپاره په طرز العمل کار روان دی.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه د ليندۍ په ۱۰مه پژواک اژانس ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولايت سرپرست والي او د کرنې وزارت مرستيال د يوې غونډې پرمهال په دغه تړاو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ننګرهار د سرپرست والي مولوي مدثر (حاجي ملا صاحب) له قوله راغلي چې په دغه ليدنه کې د ځنګلونو خپلسرې وهنې او ځمکو غصب مخنيوي لپاره د ځانګړو قطعو په فعاليدو، د وهل شویو چارتراشو او لرګيو د مالکيت او لېږدونې په موخه د ځانګړې طرحې له مخې د اجرااتو په تر سره کېدو خبرې وشوې.

د پلاوي مشر او د کرنې وزارت مرستيال شمس الدين شريعتي وويل، چې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې مخنيوي په موخه د شنې قطعې په نوم پنځوس کسيزه او د ځمکو غصب مخنيوي په موخه سل کسيزه قطعه فعاليږي چې د ځانګړي طرز العمل له مخې به اجرات پیل کړي.

نوموړي وويل، چې د لمدو ونو وهل، د تازه او پوستکيو لرونکو لرګيو قاچاق، پير او پلور منع دی؛ خو د وهل شویو وچو لرګيو د ملکيت تثبیت به کيږي او د يوې مياشتې په موده کې به يې مالکين د ځنګل او شاوخوا سيمو څخه انتقالوي.

هغه زیاته کړه، د ولسواليو او ولايتونو په کچه د وچو لرګيو لېږدونې په موخه دوه مياشتې وخت ورکول کيږي، چې بايد په ياده موده کې انتقال شي، چې د نه لېږد په صورت کې حکومت له لوري ضبط کيږي.

د پلاوي مشر وايي؛ که په ځنګلونو او شاوخوا نږدې سيمو کې د لرګيو قطع کولو ماشينونه، برقي ارې يا نور وسايل وليدل شي نيول کيږي.

دوی وايي، چې په ټولو ولايتونو کې به د عملياتي ټيم له لوري د چاتراشو شمېر معلوم، په نښه او ځانګړو ځايونو ته انتقال شي، چې وروسته به يې مالکين د ټکس په ورکولو سره د هېواد په داخل کې په صنعتي برخه کې ترې کار واخلي او بهر ته يې لېږدول په جدي ډول منع دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مولوي نداء محمد نديم په دې غونډه کې د پلاوي مشر ته ډاډ ورکړ، چې ځنګلونو قطع او ځمکو غصب مخنيوي برخه کې به اړونده ارګانونو سره په همغږۍ قانوني اجرات تر سره کړي.

په دې غونډه کې همدا راز له ځنګلونو څخه د عامه خلکو قانوني ګټې اخيستنې، مثمرو ونو څخه د سيمې خلکو ته د برخې ورکړې مالدارۍ او کرنې اړوند برخو کې په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې، بحثونه او پرېکړې وشوې.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.