Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د استخباراتو ریاست وایي، امنیتي ځواکونو په بغلان کې یو کس له ۲.۴ میلیون غلا شویو افغانیو سره نیولی او په پکتیکا کې یې له یوه کوره په ناقانونه ډول ساتل شوې سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې دي.
د اروزګان چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ، خاص اروزګان او دهراوود ولسوالیو کې دوه کسان له نظامي یونیفورم څخه په استفادې د غلا، یو کس د موټرسایکل غلا کولو او بل کس د مرستو د وېش د جعلي کارتونو جوړولو په تور نیول شوي دي.
د پکتيکا امنيه قومنداني وایي، په مرکز ښرنه کې یې درې ماشومان نیولي چې د خلکو له موټرونو یې «ځیرک موبایلونه» غلا کول او بیا یې پر هټۍوالو پلورل.
کورنیو چارو وزارت وایي چې دوه کسان یې د «مجاهدینو» له نوم نه په استفادې د سرو زرو او پیسو د غلا په تور د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې نیولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل په پخوانۍ تایمني سیمه کې یو کس له ۸۰۰زره افغانیو سره چې له يوه صراف څخه يې غلا کړې وې، ونیول شو.
په تخار کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د لرغونو اثارو د غلا په تور څلورو کسان نیول شوي دي.
په پکتيا او تخار ولايتونو کې د درېيو ښځو په ګډون ١١ کسان د غلا په تور نيول شوي دي.
امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له هغو وسله والو یو کس وژلی چې غوښتل یې له یوه کوره غلا وکړي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چې امنیتي ځواکونو نن سهار د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د غلا په تور شپږ کسان نيولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې پنځه تنه غله لاس په لاس د غلا په جرم نیول شوي دي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې په دوو جلا عملياتو کې ۷ کسان د غلا په تور نيول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP