Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غور د والي ویاند وايي چې تېر میلادي کال په دغه ولایت کې د جرګو او منځګړیتوب له لارې ۲۱ اختلافي قضیې حل شوې او دغه ډول ډېرې نورې قضیې هم شته چې هواري ته اړتیا لري.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۶۹۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د غور ولایت په منار جام سیمه کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د هوټل او مېلمستون چارې بشپړې شوې.
ځایي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۰۰ بهرنیو ګرځندویانو له غور او ۴۷ له جوزجانه لیدنه کړې ده.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د وضعیت ارزونې لپاره د ډیجیټل دستګاوو نصبولو خبر ورکوي او وايي چې تېرو په څه باندې درېیو کلونو کې په غور کې ۲۰۰ تاریخي ابدې او لرغوني ځایونه پېژندل او ثبت شوي دي.
غور کې د لاسي صنایعو تولیدونکي یو شمېر ښځې چې ورته د کاروبار زمینه برابره شوې، خوشحاله دي خو له اسلامي امارته غواړي چې د کاروبار پراختیا لپاره یې د دوی ملاتړ وکړي.
د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست کې مسوولینو په دغه ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې له جوړېدو خبر ورکړی او وايي چې ۳۵۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د غور والي د جام منار لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به د دغه منار د ساتنې په موخه د استنادي دېوالونو جوړولو عملي چارې پیل کړي.
د فېروزکوه ښاروال وایي چې دغه ښار کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت ۱۷ زېربنایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غور ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرافعې محکمې د سزا دیوان د پرېکړې له مخې، پر شپږو مجرمینو د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
د غور ولایت د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي، لا هم ځینې میندې روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله د زېږون لپاره کلیوالي دایو ته ورځي چې دغه کار په ځینو مواردو کې د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP