Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
غور کې ځایي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې دي.
مسوولینو د اختر په مناسبت د غور له زندانه د ۹ ښځو په ګډون د ۵۰ زندانیانو خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د غور په پسابند ولسوالۍ کې «د پلار له کوره د یوې نجلۍ وړلو» قضیې په تړاو، د دې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو امر له پنځو نورو کسانو سره نیول شوي او بندیان شوي دي.
د غور سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې له غره د ډبرې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
د غور د پوهنې مسوولینو د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو له هڅو خبر ورکوي او وایي، په دغه ولایت کې د شته ښوونځیو له ډلې څه باندې اویا سلنه یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې او تر خېمو لاندې درسونه وايي.
کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د غور امنیه قومانداني هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې د اسلامي امارت کسانو په دغه ولایت کې یوه نجلۍ په
د غور امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د استیناف محکمې یو قاضي او د هغه اووه کلنه لور په فیروزکوه ښار کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
د غور د عامې روغتیا رییس وایي چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.
د روژې د میاشتې په راتلو سره غور کې یو شمېر اړمنې کورنۍ له سرپرست حکومت او سوداګرو غواړي چې له هغوی سره مرسته وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د غور د شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د درېیم بلاک د استخراج تړون د ۲۴۷،۴ ميليون ډالرو په ارزښت له یوه داخلي شرکت سره لاسلیک شو.
د غور امنیتي مسوولین وایي چې درې کسان یې د دغه ولایت ساغر ولسوالۍ کې د کمیابو مرغانو د ښکار په تور نیولي دي.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په مربوطاتو کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن