د فراه ولايت امنیتي مسولین وایې چې په بالابلوک ولسوالۍ کې یوه ځوان د کلاشنکوف په ډزو ځانوژنه کړې ده.
د فراه په مرکز کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۴۳ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېره یوه میاشت کې له ایرانه وارد شوي ۱۶۰ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
فراه کې حکومتي مسوولینو هغو کسانو ته چې ژورې څاګانې لري، خبرداری ورکړی، که له دې وروسته یې څوک اړوندو څاګانو ته ولوېږي، محکمې ته به یې کش کړي.
د فراه ګلستان، پرچمن او خاکسفېد ولسوالیو یو شمېر خلک وايي، دوی له فراه ښاره له ۲۵۰ تر ۳۸۰ کیلومتره لرې دي، نو په دغو ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي.
د فراه امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې نن د ترافيکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۳۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت لسو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې پرون ۳۸۰ کورنیو ته د ۹ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
کونړ او فراه کې مسوولین وايي، په دغو ولایتونو کې له پاکستانه تازه راستنو شوو افغان کډوالو لپاره کمپونه جوړ شوي دي.
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې پنځو نویو جوړو شوو روغتیایي مرکزونو ته د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت روغتیایي وسایل او ځينو نورو توکي ورکړل شول.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې پرون د دوو روغتيايي کلینیکونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.