د فراه ګلستان ولسوالۍ یو شمېر خلک وايي، دوی هیڅ پوخ سړک نه لري، او له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ لار له کندهار- هرات لویې لارې سره – چې ورسره ۶۰ کیلومتړه واټن لري- ونښلوي.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په بالابلوک او فراهرود ولسوالیو کې د یو میلیون او ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څه باندې دوهنیم زره هغو کورونو بیارغولو چارې پيل شوې چې په تېرو جګړو کې تخریب یا ویجاړ شوي دي.
د فراه سیمهییز چارواکي وایي، د زلزلې احتمالي خطر له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټول ښونیز مرکزونه د یوې اونۍ لپاره رخصت شول.
د فراه د پوهنې رییس مولوي ا
فراه کې امنیتي سرچینې وايي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز کې د زلزلې له امله د یوه کور خونه نړېدلې چې دوه ښځې او یو سړی ټپیان شوي دي.
فراه کې د بخشاباد بند جوړولو پروژې مسوولین وايي، د دغه بند لوی او مهم تونل چې ۵۳۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، سوری او وصل شو.
فراه کې مسوولین وايي، تېرو لسو ورځو کې د دغه ولایت فراهرود او بالابلوک ولسوالیو ته له پاکستانه د افغان کډوالو شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.
د لوګر د خروار ولسوالۍ د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې او فراه کې د یوه استنادي دېوال کارونه بشپړ شول.
د فراه مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وايي، لا هم د دغه ولایت ۲۵ سیمې له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي خو دوی هڅه کوي دغو سیمو ته مخابراتي خدمات ژر ورسوي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، تېره یوه اونۍ کې چې له ایرانه ۷۵ ټانکره بېکیفیته تېل فراه ته راغلي و، بېرته هغه هېواد ته مسترد شوي دي.
فراه (پژواک ۳۰ وږی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې په فراه او زابل ولایتونو کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د بیارغونې
د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې سږ کال د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټيټه شوې چې له امله يې د انارو شاوخوا ۳۳۶ هکټاره باغونه وچ شوي دي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۱۴ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه له «۷۸ میل» بندر څخه بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.