منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ټرمپ: د لبنان او اسراییل ترمنځ اوربند وغځېد

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د لبنان او اسراییل پلاوو د دواړو لورو ترمنځ اوربند درې اونۍ غځولی دی.

د ټرمپ په خبره، د لبنان او اسراییل د پلاوو ترمنځ د اوربند غځېدو دغه پرېکړه د سولې لپاره ښه فرصت دی او دا پرمختګ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلي او لبناني چارواکو ترمنځ له یوې لیدنې وروسته شوی.

د امریکا ولسمشر ویلي، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به د لبنان د ولسمشر جوزف عون او د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کوربه‌توب وکړي.

د راپورونو له مخې، تر دې وړاندې حزب‌الله د لبنان په سوېل کې د اسراییل د وروستیو بریدونو په غبرګون کې پر اسراییل توغندیز بریدونه کړي وو.