ستره محکمه وایي، په فراه او غزني ولایتونو کې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د فراه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند مهاجرینو سیمه کې نن سهار د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
سیمهییز مسوولین وایی، په فراه او لوګر ولایتونو کې له څه باندې نهه زره کورنیو سره د خوارکي توکو او نغدو پیسو مرستې وشوې.
نن سهار د فراه د مرکز اړوند باغپل سیمه کې یوه کورنۍ کې د کاکا زامنو ترمنځ د میراث پر سر شخړه کې د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.
په فراه ولایت کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د مالیې وزارت وايي، د فراه ولایت په ابو نصر فراهي ګمرک کې د کارکوونکو لپاره د ۱۲،۸ میلیون افغانیو په لګښت عصري لیليه جوړه شوه.
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله دوو کسان ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د فراه ښاروالۍ مسوولین وایې چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو سړکونو د جوړولو چاري پیل شوې.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، فراه ولایت کې د «کج صمد» د اوبو ستر بند د تحقيقاتو چارې پیل شوې چې پر جوړولو به یې دوه میلیارده افغانۍ ولګول شي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې پر نشهيي توکو روږدي څه باندې ۷۰۰ کسان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته واستول شول.
د فراه ولایت د ۱۱ ولسوالیو د ودانیو له ډلې یوازې د پرچمن ولسوالۍ ودانۍ روغه پاتې ده، د نورو ولسوالیو ودانۍ د تېرو جګړو له امله یا بشپړې او یا هم نیمې ویجاړې شوې دي.
د فراه ولایت په مرکز کې د ۲۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت درې سړکونه قیر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP