Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه‌ کې د میراث پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي

فراه (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): نن سهار د فراه د مرکز اړوند باغ‌پل سیمه کې یوه کورنۍ کې د کاکا زامنو ترمنځ د میراث پر سر شخړه کې د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.

د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدری پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار لس‌نیمې بجې د فراه ښار د باغ‌پل سیمه کې یوه کورنۍ کې د کاکا زامنو ترمنځ د میراث پر سر شخړه کې دوه ښځې او یو سړی وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

د هغه په خبره، په دې تړاو تر اوسه نور معلومات نشته خو په خبره یې چې امنیتي ځواکونو یې د عاملانو د نیولو هڅې پیل کړې دي.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم بېلابېلو ولایتونو کې د ورته پېښو پر مهال ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‎‌ژوبله اوښتې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.