Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د مرغانو د قاچاق په تور یو کس نیول شوی او ۱۲ ښکار شوي مرغان بېرته طبیعت ته خوشي شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شپږ موټره اوسپنې قاچاق مخنیوی کړی او ورسره په تړاو یې شپږ کسان هم نیولي دي.
د خوړو او درملو ملي اداره وایي، افغانستان کې دا مهال ۵۸ کارخونې ۵۵۰ قلمه درمل تولیدوي خو بیا هم تېر کال هېواد ته د نږدې ۷۶۸ میلیون ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي دي.
هلمند کې امنیتي مسوولین وايي، د تېرې یوې اونۍ په جریان کې يې بهر ته د بېلابېل ډول وسلو د ګڼ شمېر مرمیو د قاچاق مخه نیولې ده.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، تورخم ښارګوټي کې د استخباراتو مديريت موظفینو پاکستان ته د تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.
هلمند کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه یې د لس ټنه اوسپنې قاچاق مخه نیولې او ورسره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
ننګرهار کې مسوولین وايي، په تورخم ښارګوټي کې د استخباراتو مسوولينو په يو لارۍ موټر کې بار د ۳۵ ټنه کرومایټ ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د تورخم ګمرک کې د M16 ټوپک بېلابېلې پرزې چې پاکستان ته قاچاق کېدې، کشف او ترلاسه شوې دي.
د مالیې وزارت وایي، د کندهار د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کې یې پاکستان ته د ۶۵ المونیمي خښتو د قاچاق مخه نيولې ده.
د هلمند ځايي مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې شپږ کسان د اوسپنې د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د غزني امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ۴۵۰ کیلوګرامه قاچاقکېدونکي چرس او ورسره په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې يې پاکستان ته د څلور ټنه لېتيم قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP