Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر رییس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي سره کتنه کې ویلي چې د بشري حقونو راپورونه باید افغانستان کې شته واقعیتونه منعکس کړي.
په دوحه کې د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ د افغان نجونو د زدهکړو په تړاو دوه ورځنی نړۍوال کنفرانس پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت وایي، قطر هېواد پلان لري چې به نږدې راتلونکي کې په کندهار ولایت کې د یوه ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل کړي.
د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په تړاو کېدونکې “مهمه“ غونډه ښایي راتلونکې میاشت په قطر کې جوړه شي.
د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې د دویم پړاو سیالیو په یوه لوبه کې قطر افغانستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په دویم پړاو سیالیو کې نن شپه له قطر سره لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام په لوبو کې د ګډون په موخه قطر ته روانه شوه.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د سنوکر دوه افغان لوبغاړي صالحمحمد محمدي او رییس خانزی د سنوکر نړۍوال فدراسیون کلنیو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل.
د قطر سره میاشت له افغانستان سره د ۷۸ زره ډالرو په ارزښت د ژمنیو توکو مرسته کوي، دغه راز د هرات له زلزلهځپلو سره او د سوري زړه ماشومانو درملنه کې یې هم د مرستې ژمنه کړې ده.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات د قطر په شپږ میاشتني نړۍوال نندارتون (اکسپو ۲۰۲۳) کې نندارې ته وړاندې کېږي.
د قطر خیریه بنسټ استازو د کندهار له والي ملا شېرین اخند سره لیدنه کې ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې ۴۰۰ بستريز روغتون جوړوي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دوحه کې له ځینو افغانانو سره په لیدنه کې ویلي چې ډېر ژر به په قطر کې د پاسپورټو د چاپ او وېش لړۍ پراخه او چټکه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP