د لغمان سیمهيیز مسوولین وایي، د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته غځېدلی عمومي سړک د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو له امله په مختلفو ساحو کې تخریب شوی دی.
د لغمان امنيې قوماندانۍ منسوبین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې يې دوه کسان له ۲۰۰ کیلوګرام چرسو سره نیولي دي.
د لغمان سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې د وروستيو سېلابونو له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه شوي او سلګونه جريب کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
د لغمان د دولتشاه ولسوال وايي، د دې ولسوالۍ ۹۰۰ بېوزلو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د دولتشاه ولسوالۍ له ۴۱ ښوونځیو ۳۲ یې ودانۍ نه لري.
د لغمان د کرنې ریاست وايي، پرون يې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ اړو کورنیو ۱۲زره چرګان، ۱۲۰ ټنه دانه او ځیني اړوند وسایل وېشلي دي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د مڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د لغمان مسوولین وايي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د «خوارجو» د یوه قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د لغمان په الینګار ولسوالۍ له ۶۷۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ يو شمېر خلک له حکومته غواړي چې دوی ته دې د برېښنا رسولو هغه پروژه بشپړه کړي چې د تېر نظام په وخت کې يې چارې پيل شوې وې.
د لغمان د کډوالو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاستونه وايي، نن د دغه ولایت په الیشنګ او دولتشاه ولسوالیو کې پر ۴۰۵ بېوزلو کورنیو نغدې پيسې او پر ۱۶۷ نورو اړو کورنیو خوراکي او غېر خوراکي توکي ووېشل شول.