ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د قرغیو خلک: حکومت دې زموږ کلیو ته د برېښنا رسولو نیمګړې پروژه بشپړه کړي

د لغمان د قرغیو خلک: حکومت دې زموږ کلیو ته د برېښنا رسولو نیمګړې پروژه بشپړه کړي

author avatar
25 Jul 2022 - 17:09
د لغمان د قرغیو خلک: حکومت دې زموږ کلیو ته د برېښنا رسولو نیمګړې پروژه بشپړه کړي
author avatar
25 Jul 2022 - 17:09

مهترلام (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱): د لغمان د قرغیو ولسوالۍ يو شمېر خلک له حکومته غواړي چې دوی ته دې د برېښنا رسولو هغه پروژه بشپړه کړي چې د تېر نظام په وخت کې يې چارې پيل شوې وې.

دوی ادعا کوي چې د تېر نظام پر مهال نور اغراباد، بلوچ اباد، میاخېل، اندور، غونډۍ او فرمانخېلو سيمو ته د برېښنا رسولو کار پيل شوی و او چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې وې.

د يادې ولسوالۍ د بلوچ اباد سيمې قومي مشر ملک حفیظ الله پژواک ته وویل: «زموږ په سيمه کې د تېر نظام په مالي لګښت د مختلفو شرکتونو په تخینکي همکارۍ د برق پایې لګول شوې دي او شاوخوا ۹۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوي.»

ده وویل چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره يې دغه موضوع شریکه کړې او هغوی ورته ویلي چې ژر به برېښنا ورکړل شي.

د نوموړي په وینا: «په نور اغراباد، بلوچ اباد، میاخېل، اندور، غونډۍ او فرمانخېلو کلیو کې نږدې ۹۰۰ کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي.»

د اندور سیمې یوه اوسېدونکي ملک شکرالله هم وویل چې د دوی په کلي کې د برېښنا پایې درول شوې، لینونه پرې نصب شوي، خو برېښنا نه لري.

په لغمان کې د محقق نجیب شرکت مسوول حاجي عتیق الله چې پخوا يې د برېښنا په ياده پروژه کې کار کړی، پژواک ته وویل: «موږ د کلیو پراختیا ریاست په اډانه کې د ولسي تړون پروګرام له لارې له بلوچ اباد  شورا سره قرارداد کړی و چې اوس یې کارونه ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.»

ده زياته کړه، چمتو دي چې د کلیو پراختیا ریاست ته تکمیل شوې پروژه وسپاري څو یادو کورنیو ته د برېښنا وېش ترسره شي.

د دغه ولایت د برېښنا امر مولوي محمدنایب پژواک ته وویل، دوی د قرغیو ولسوالۍ اړوند شپږو شوراګانو لپاره د برېښنا په وېش کې کومه ستونزه نه لري.

د نوموړي په وینا: «اړوند شرکتونه دې خپل کارونه خلاص کړي او شورا یا د کلیو پراختیا ریاست ته دې تکمیل شوې پروژه وسپاري، زه تیار یم چې دوی ته د برېښنا وېش ترسره کړم.»

Visits: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.